امنیت

په کندز کې دطالبانو په کاروان هوايي بريد وشو .

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
اووه تنه وسله وال طالبان  تيره شپه په کندز ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند  جګړن محمد حنيف رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغه هوايي بريد کې چې ددغه ولايت دخان اباد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترسره شو دطالبانو ديوه سرګروپ  په واثق  مشهور ملا علاوالدين  په ګډون  اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ملا علاوالدين  په خان اباد ولسوالۍ کې دسيمه ئيز  طالبانو يو کليدي قوماندان و چې په دغې ولسوالۍ کې په ډيرو ناامنيو او تروريستي  بريدونو  کې اساسي رول درلود .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته