امنیت

په پکتيا کې په يوه پخواني جهادي قوماندان بريد

ګرديز  باختر  د  غبرګولي د مياشتې ٢ :
په پکتيا ولايت کې  دوسله والو کسانو په ننني بريد کې يو پخوانى  جهادي قوماندان  له ساتوونکي سره يې ټپي شو اويرغلګر له بريد وروسته تښتيدلى دى.
خو دپخواني جهادي قوماندان عبدالله مجاهد  د روغتيايي حالت په باب دقيق خبر نه دى ترلاسه  شوى.
په همدې حال کې د پکتيا امنيتي چارواکي وايي ؛  د دغه ناکام بريد دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته