امنیت

په نيمروز ولايت کې ديو لړځانمرګو بريدونوله امله څه ناڅه يوسلوشلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

په نيمروز ولايت کې ديو لړځانمرګو بريدونوله امله څه ناڅه يوسلوشلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دخبرونوله مخې دريو ځانمرګويرغلګرو نن مازيګر دڅلورو بجو په شاوخوا کې دتيلو يو دولتي ټانک ته څيرمه ، داستيناف محکمې پخواني ودانۍ او دنيمروز ولايت په زرنج ښارکې يوه روغتون ته څيرمه ځانونه وچول.

لومړي چاودنه داستيناف محکمې پخواني ودانۍ ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يو ځانمرګي بريد کوونکي ځان دخلکو ترمنځ وچاوه .

دويم بريد ټيک څو دقيقي وروسته دتيلويودولتي ټانک ته څيرمه وشو.‏7:33:58 مويل کيږي  چې ډير خونړۍ بريدديودولتي روغتون دروازې ته څيرمه رامنځته شوى دى .

دغه پيښه ټيک هغه وخت ر امنځته شوه چې دپوليسو مامورين او روغتيايي تيمونه روغتون ته ددوو نورو ځانمرګو بريدونو دقربانيانو اوټپيانو په ليږدونې بوخت وو.

په دې ځانمرګي بريد کې زياتره هغه  لاس پلورونکي تر بريدلاندې راغلل چې داختر لپاره يې مالونه پلورل .

دنيمروز ولايت دپوليسو څوتنه چارواکي  ددغوپيښو په وژل شويو اوټپيانو کې شامل دي  .

دنيمروز ولايت دپوليسو مسوول محمدموسي رسولي باختراژانس ته وويل  چې ددغوبريدونو له امله دپوليسو ددريو تنو سرتيرو په ګډون دوه ويشت تنه وژل شوي  دي اوديوولسو تنو پوځيانو په ګډون يوڅلويښت تنه نور ټپيان شوي دي.

دنيمروز ولايت دعامې روغتيا يومسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي  وويل چې په دغو ځانمرګو بريدونو کې څه ناڅه اته ويشت تنه وژل شوي دي او ٩٠  تنه نور ټپيان شوي دي .

دنيمروز ولايت دپوليسو مقامات وايي چې دا دهغو ترورستي بريدونو يوه برخه وه چې طالبانو غوښتل دزمري دمياشتې په ٢٨ نيټه دهيواد دخپلواکي دبيرته ترلاسه کولو په  کاليزې  کې ددغه ولايت  په يوشمير دولتي تاسيساتو له دې جملې څخه دهيواد دخپلواکي دکاليزې دلمانځلو په مراسمو کې ترسره کړي.

دنيمروز ولايت دپوليسو مسوول وايي چې طالبانو داتوتنو ځانمرګو بريدکوونکو په استولو سره ددغو خونړيو بريدونو نيت درلود . خو ددغو يرغلګرو دوه تنه تيره شپه  له افغان ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او نن سهار هم درې تنه نوريې  په داسې حال کې چې په دولتي تاسيساتو يې دبريد نيت درلود ونيول  شول . دنيمروز دپوليسو مسوول محمدموسي رسولي وويل  طالبانو ددغو اتو تنو ځانمرګوبريد کوونکو په واسطه غوښتل دزمري دمياشتې د ٢٨نيټې  دهيواد دخپلواکي دبيرته ترلاسه کولو دلمانځلو په مراسمو  او په يوشمير دولتي تاسيساتو بريدوکړي. خو کله چې پوه شول  پنځه تنه يې تيره نيمه شپه او نن سهار ووژل شول او ونيول شول  دنيولو له ويرې له ټاکلي ورځې څخه څلور ورځې مخکي يې په بريدونو لاس پورې کړ.

ددغو ځانمرګو بريدونو قربانيان اوټپيان په زرنج ښارکې څلورو روغتونونوته  ليږدول شوي دي .

په همدې حال کې په دغو روغتونونو کېې ډاکتران وايي  چې ددغو بريدونو دپنځه ديرشو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته