امنیت

په فارياب کې دطالبانو اوپاڅون کوونکو ترمنځ جګړه کې درې تنه ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې ٨ نيټه :
په  فارياب ولايت کې  نن دوسله والو  طالبانو ا ودوګړنيو پاڅون کوونکو ترمنځ   جګړه کې درې تنه ووژل شول.
دفارياب  ولايت دخواجه سبز پوش ولسوال عبدالله  معصومي دباخترآژانس  سيمه ييز خبريال ته وويل ؛  په دې پيښه کې دوه تنه  وګړني پاڅون کوونکي شهيدان او يو وسله وال طالب ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه ؛ په دې جګړه  کې دپاڅون کوونکو قوماندان حسام الدين  هم ټپي شوى دى  چې ددرملنې لپاره  دميمنې ښار روغتون کې ته  ليږدول شوى دى .پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته