امنیت

په کندز کې دطالبانو ددوو تنو مشهورو قوماندانانو وژل کيدل

-کندز  باختر د تلې  ديارلسمه :
په کندز ولايت کې  دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه مشهور قوماندانان  دپوځيانو په ناڅاپي بريدونوکې ووژل شول .
په ملا علاوالدين او مولوي هجران تيره شپه  دکندزولايت  ددشت ارچي ولسوالۍ  د شرشره او خليليانو په کليو کې  دپوځيانو  له خوا  ځمکنى او هوايي بريدونه وشول او له يوشمير  افرادو سره يې  ووژل شول .
دافغانستان په شمال لويديځ کې  دپوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل  چې دپوځيانو په دغو بريدونوکې  دوسله والو طالبانو دډلې  دغه دوه تنه مشهور قوماندانان ملا علاوالدين او مولوي هجران  له يوشمير افرادو سره يې  وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه  دوه تنه قوماندانان ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و  چې بريد پرې وشول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته