امنیت

٣٠تنه ډاراچوونکي په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر  دوري نهمه :
٣٠ تنه ډار اچوونکي دقندهار ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
د ٢٠٥  اتل قول اردو  دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې په تيرو څلورو ويشتو ساعتو کې  دقندهار ولايت دګومرګين ، خاکريز او بارګزي په کليو کې  دامنيتي او دفاعي د ٥٠ اتل دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  ٣٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او ددغې ډلې شل تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن  دوه کلاشينکوفونه ، يوتوغندى ويشتونکى هم په عملياتو کې  دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي او ددښمن  درې مړي دجګړې په ساحه کې پاتې دي .
  دغه راز ددغو ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دقندهار ولايت دنيش ولسوالۍ دخنجګک ، مانده کلي او ګوم په کليو کې ددرندووسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي او شل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او دوسايطو ضد٣٣ ماينونه کشف او له  منځه وړل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته