ښوونه او روزنه

څه د پاسه ٢٠٠ زره ټوکه راټول کړاى شوي کتابونه د کابل ښوونځيو پر زده کوونکو ووېشل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه
د کتابونو د راټولولو د هڅو په بهيرکې چې څه دپاسه ٢٠٠ زره  ټوکه درسي کتابونه  په کابل ښارکې راټول کړاى شوي وو؛ د ښوونځيو پر اړو زده کوونکو ووېشل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د درسي کتابونو د راټولولو او د نورو زده کوونکو په واک کې د هغو د ورکړې د هڅو په باب د سراسري کمپاين په باب د پوهنې وزارت د سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي له لارښوونې سره سم، په وروستيوکې ٢١٤ زره ٨٥٨ ټوکه درسي کتابونه د کابل ښار د پوهنې رياست له لوري د تعليمي حوزو د آمرانو او د کابل ښار د اوسيدونکو په همکارۍ راټول کړاى شول.
دغه کتابونه د ښوونځيو د بېلابېلو درسي مضمونونو په محتوا سره دي چې د کابل د يو شمېر خلکو په کورونو کې چې ماشومان يې لوړو ټولګيو ته بريالي شوي وو، موجود   وو او له دغو کتابونو څخه ګټه نه اخيستل کېده.
دغه کتابونه له راټولولو وروسته، د ګټې اخيستنې په موخه د ښوونځيو پر اړو زده کوونکو ووېشل شول.
د پوهنې وزارت، د کابل د ټولو خلکو همکاري وستايله او د هېواد د پوهنې نظام په ټولو برخوکې يې د خلکو د زياتې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
پاى فذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته