فرهنګ

الطوايف او سفينه الظرايف هېوادته را وليږدول شو

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
يوه خطي تاريخي نسخه چې ايران ته قاچاق شوې وه؛ هېواد ته بېرته له راليږدونې وروسته د بهرنيو چارو وزارت له خوا پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شوه .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دغه خطي تاريخي نسخه د الطوايف او سفينه د الظرايف د ټولګي په نامه ده چې په اويايمه ميلادي لسيزه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه لوټ کړى شوې او پاکستان او وروسته ايران ته قاچاق شوې وه.
دغه اثر په مشهدکې د افغانستان د قونسلګرۍ له هڅو وروسته د افغانستان لوري ته وسپارل شو.
دغه اثر د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي چارو د رييس له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معينيت سرپرست ته وسپارل شو.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماسۍ په انستيتوت کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معينيت سرپرست د دغې خطي نسخې د را ليږدونې په لاره کې د بهرنيو چارو وزارت د هڅو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: هيله ده چې د بهرنيو چارو وزارت د نورو تاريخي آثارو په راګرځولوکې له موږ سره مرسته وکړي. ځکه د افغانستان  آثار په بېلابېلوهيوادونوکې سرګردان دي .
ده هيله وکړه چې دغه مرستې دوام وکړي چې وکولاى شو زموږ فرهنګي آثار بېرته اصلي کورته يې وګرځول شي.
وروسته د ملي آرشيف رييسې معصومې نظري د دغه خطي نسخې په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې د سيف جامي هيروي ليکنه، د الطوايف او سفينه ظرايف ټولګه په ٧٦٨قمري کال کې تاليف شوي او په فارسي شعر او ادبي صنايعو بډايه سرچينه ده .
ده وويل: په دې نسخه کې د ژبې د متقدمينو او معاصرينو شعرونه راټول کړى شوي دي. په دې نسخه کې د پخوانيو شاعرانو په اشعارو د لاس بري لپاره ماخذ شته .
نظري زياته کړه چې له دغه کتاپ څخه دوه نسخې په نړۍ کې شتون لري او يوه ناقصه نسخه يې په لندن کې ده او بله نسخه يې موجوده ده چې هېواد ته را ليږدول شوې ده .
نظري څرګنده کړه: بايد ټولې خطي نسخې راټولې شي چې د هغو د قاچاقو مخه ونيول شي.
ورپسې د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي چارو رييس توريالي غياثي خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه خطي تاريخي نسخه د ايران په يوه کتابتون کې وه او موږ هلې ځلې وکړې چې دغه خطي نسخه بېرته افغانستان را وليږدوو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته يې وسپارو.
ده وويل: دا دويم تاريخي اثر دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته يې سپارو.
لومړى اثر له جاپان څخه راليږدول شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته