کابل باختر د لړم شپږمه :
دجوزجان پوليسو دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دجوزجان دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه کسان تيره شپه دجوزجان _ بلخ دلوى لارو په اوږدو کې دشبرغان ښار دسلطان کوټ د پلټنې په ساحه کې دپوليسو له خوا له دريو کيلوګرامو چرسو سره ونيول شول .
دوى دغه چرس ديوه هينو موټر په واسطه دشبرغان ښار ته ليږدول موټر له نشه يي توکو سره امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شو.
ختم_ عطاالله _ اکرم