ټولنه

دانجنير محمد خان د ډاډګيرنې او خواخوږې پيغام

کابل باختر د لړم ١٦
د غزني ولایت د ستردیني عالم شهید مولوي غلام جیلاني عرفاني د شهادت په
مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنير محمد خان د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام.
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د غزني ولایت نامتو عالم اوخدمتګارشخصیت مولوي غلام جیلاني عرفاني د هیواد د دښمنانو له لوري
شهيد کړى شو.
د افغانستان دښمنانویوځل بیا خپل ناولې لاسونه د یو داسې دیني عالم،مجاهد او فرهنګي شخصیت په وینو سره کړل چې ټول عمر يې په تدریس، دعوت اوتبلیغ کې تیرکړی ؤ، شهید مولوي غلام جیلاني عرفاني د جامع الاولیا د مدرسې مؤسس او د سعادت په نامه د سیمه ایزې ديني راډیو مسؤول ؤ، دى ټولنیز اوفرهنګي شخصیت ؤ چې خپل ولس ته يې د پام وړ خدمتونه کړي دي.
د شهید مولوي غلام جیلاني عرفاني شهادت د ټول افغانستان په ځانګړي توګه د
غزني ولایت د مؤمن او مجاهد ولس لپاره یوه لویه ضایعه بولم، له الله جل جلاله څخه شهید ته د فردوس جنت کورنۍ او خپلوانوته يې جمیل صبر اوټپي ماشومانوته دسملاسي روغتیا هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته