ټولنه

په هرات کې په ډار اچوونکو بريدونوکې له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د غبرګولي  ديارلسمه :
دځانمرګو بريدونو له امله په زيانمنو شويو کورنيو اوولس قلمه  خوراکي توکي  او لګښتي مالونه  وويشل شول .
دغه توکي دماين پاکولو ددفتر دملکي  وګړو له قربانيانو سره دمرستې  دپروګرام ،  له پيښو سره  دمبارزې دتياري  درياست او دکار او ټولنيزو چارو درياست له خوا  وويشل شول .
له پيښو سره دمبارزې رياست مسوولين وايي  دشهيدانو کورنيو او هغو ټپيانو چې مرسته يې ترلاسه کړې ده  دحاجي عباس په سيمو پورې اړوند شل کورني  پکې شامله دي چې دوروستي چاودنې له امله زيانمنې شوي او د شينډنډ  او ادرسکن  له ولسواليو څخه  دولس کورنۍ  چې ددولت  دمخالفينو دتروريستي  بريدونو له امله  شهيدان او يا ټپيان شوي دي  شامل دي .
  ديادونې وړ ده چې په هغو کورنيوچې خپل ډوډۍ راوړونکي يې له لاسه ورکړي دي  دملکي وګړو له قربانيانو سره دمرستې پروګرام اوږد مهالې مرستې پکې شاملې دي  چې شيدې ورکوونکې  غواوې او پسونه  او دچرګانو دروزنې کوچني فارمونه او نورې برخې پکې شاملې دي .
ديادونې وړ ده چې  دپروګرام له پيل څخه تراوسه پورې  يوسلو اوو کورنيو له اوږدمهالو مرستو څخه او ١١٢٦کورنيو ددغه  پروګرام دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو  له بيړنيو مرستو څخه استفاده کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته