کابل باختر د وري يوولسمه :
د بغلان ړولايت د پل حصار ولسوالۍ بزګرانو تصميم نيولى دى چې نور کوکنار او چرس نه کري .
د پل حصار يو مخور شمس الله حبيبي د باختر اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې سږ کال دکوکنارو په کرکيله کې د تېرکال په پرتله په دغه ولسوالۍ کې په سلو کې نوي فيصده کمښت راغلى دى .
حبيبي وويل چې د پل حصار ولسوالۍ بزګرانو تصميم نيولې څو له دې وروسته کوکنار ونه کري .
ده دکوکنارو او چرسو له کرلو څخه د بزګرانو مخ اړول د خپلو خپلوانو احتياط وباله چې په نشه يي توکو روږدي شوي دي .
ده وويل چې دکوکنارو او چرسو په کرکيله کې هيڅ ګټه نشته پرته له دې چې زموږ خلکو ته د زيان سبب کېږي.
د پل حصار ولسوالۍ يو بزګر دين محمد چې تېرکال يې په خپلو ځمکو په سلو کې اتيا فيصده کوکنار کرلي و ، هغه يې بې برکته بوټى وباله او ويې ويل چې له دې وروسته به کوکنار نه کري .
د پل حصار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عبدالرسول په دغې ولسوالۍ کې دکوکنارو دکرکيلې د بې ساري کمښت په تايېدولو سره څرګنده کړه چې له نيکه مرغه په دغې ولسوالۍ کې دکوکنارو او چرسو دکرکيلې هيڅ کومه نښه نښانه نشته . ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل