کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
دشاهين – ٢٥ګډو عملياتوپه بهير کې پرون پنځه تنه داعشيان ووژل شول او څلور تنه نوريې ونيول شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
دغه ګډ محاربوي عمليات دملي پوليسو ، سرحدي پوليسو دعامه نظم دپوليسو او دملي امنيت دځواکونوپه ګډو هلوځلو سره دښه امنيت دتامينولو او ددولتي واګمني دټينګښت او دداعش د ډار اچوونکي ډلې دبشپړ ځپلو په مقصد دننګرهار ولايت دګوټ او دهسکې مينې دولسواليو په مربوطاتو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ پيل شوي دي .
ددغو عملياتوپه بهير کې ددغو ولسواليو يوشمير کلي دداعش دډلې دافرادو له شتون څخه پاک شول . او دننګرهار ولايت دکوټ اوهسکې مينې دولسواليو په مربوطاتو کې دهوايي ، توپچي او ځمکنيو ځواکونو دګوزارونو له امله دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه تنه داعشيان ووژل شول او دهغوى يوه داهشکه ويجاړه شوه . په وژل شويو کسانو کې درې تنه تاجکي اتباع شامل دي .
دغه راز دهسکې مينې کوز کلي ولټول شو چې دهاوان درې ماينونه ترلاسه او وچول شول .
دغه راز دکوټ په ساحه کې دپلټنې په بهير کې څلور تنه ډار اچوونکي ونيول شول .
1 1 دقیقه لوستل