امنیت

يوه شپاړلس کلنه نجلۍ په غورکې ځان وواژه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٩ :
يوه شپاړلس کلنه نجلۍ د غور ولايت په مرکزکې د موږکانو د وژلو د درملو په خوړولو سره ځان وواژه .
دغور د ولايتي روغتون مسوولين وايي چې لومړنۍ څيړني او د دغې نجلۍ  د کورنۍ څرګندونې ښيي چې دې د موږکانو د وژلو د درملو په  خوړولو سره ځان  وژلى دى.
د غور د ولايتي  روغتون مسوول ډاکتر لعل زاده وويل چې د زهرو او تيزابو له امله د ځان وژنې پيښې په روان کال کې په دغه ولايت کې زياتې شوې دي.
له بله پلوه د غور ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام مصطفى د دغې پيښې په تائيدولوسره وايي چې د دغې نجلۍ د کورنۍ د څرګندونوله مخې؛ دې په تېروتنې سره له زهري توکو څخه استفاده کړې ده .   
ده  وويل: د قضيې د روښانه کولو لپاره څيړنې پيل شوې دي.
د غور د والي وياند عبدالحى خطبي وويل چې ددغه ولايت والي لارښوونه  کړې  ده چې نور د دغه ولايت په دوکانونوکې د موږکانو د وژلو درمل ونه پلورل شي .
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې يوې بلې ميرمنې هم په دغه ولايت کې  د موږکانو د وژلو د درملو په خوړولوسره خپل ژوند پاى ته رسولى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته