امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل / باختر/ د کب دمياشتې ۱ نېټه  
اته تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول. 
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د             پوځيانو په دې بريد کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نوريې ټپيان شوي دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په قندهار ولايت کې ديولړچاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونونن سهارد قندهار ولايت له ګڼ مېشتو لاره څخه شپږماينونه کشف او شنډ کړل.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته