ټولنه

په پنجشیرکې د اوبو یوه زیرمه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

بازارک/ باختر/ دلیندۍ ۱۹ مه
د پنجشیر په مرکز بازارک کې د اوبو یوه زیرمه نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .
د اوبو دغه زیرمه د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په لګښت د څه ناڅه یوه جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا جوړه شوې ده .
د پنجشیر د کرنې رییس محمد رووف یعقوبي وویل چې دغه زیرمه د پنځه متر مکعب په ظرفيت د اوبو ځای لري او له هغې څخه د فارم د ساحی او د بازارک د قوریو د نیالګیو د خړوبولو په موخه استفاده کېږي.
ختم /ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته