امنیت

په امنيتي پوستو دطالبانو بريدونه ناکام شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
په ننګرهار  ولايت کې تيره شپه په څو امنيتي پوستو دطالبانو بريدونه دامنيتي ځواکونو له خوا ناکام شول.
يرغلګرو دمومندرې دولسوالۍ په مربوطاتو کې  په امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
دننګرهار ولايت  دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي  دباخترآژانس خبريال ته وويل  په دغو بريدونو کې   يو يرغلګر  ووژل شو  او څلور تنه نور ټپيان شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ يرغلګرو دشپې له تورتم څخه په استفادې سره وتښتيدل.
ويل کيږي  په دغو  جګړو کې  سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته