کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱ نېټه
په بغلان ولايت کې يو تن د يوه سړي له وژنې وروسته تېره شپه دپوليسو له خوا ونيول شو .
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير سمونيار نظيف الله خرمي باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت امنيتي منسوبينو يو سړی د وژنې له پېښې وروسته د تښتې پر مهال د پلخمري ښار د تراسنپورت بندر په مربوطاتوکې ونيوه .
خرمي وويل چې قاتل او مقتول دواړه د کندز ولايت اوسيدونکي وو او د دغې وژنې علت يې کورني تاوتريخوالي وبلل .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ