ورزش

د هيواددفوټبال ملي ټيم قطر ته ځي .

کابل باختر د ليندى شپاړلسمه :
دهيواد دفوټبال دملي ټيم غړي قطر ته ځي .
دفوټبال  دملي ټيم دسفر هدف  ديولړ تمريني  لوبو ترسره  کول بلل شوې دي .
دفوټبال  فدراسيون دخپرونو مسوول علي کاظمې نن باختراژانس  ته وويل  دفوټبال دملي ټيم غړي په قطر  کې  دتمريني لوبو له ترسره کولو وروسته دروان ميلادي  کال ددسمبر دمياشتې په وروستيو کې  په هند کې داسيا د جنوب داتلوالي  جام دسياليو په يوولسمه دوره کې ګډون کوي.
کاظمي  زياته کړه دهيواد دفوټبال فدراسيون به له کورنيو ورزشکارانو او په بهر کې  دميشتو افغان ورزشکارانو له جملې څخه  شل غوره څيرې دغوسياليو ته انتخاب کړي .
داسيا دجنوب دسياليو يوولسمه دوره دروان ميلادي کال د دسمبر دمياشتې په درې  ويشتمه نيټه په هند کې پيليږي  او دراتلوونکي ميلادي کال  دجنوري دمياشتې تر دريمې نيټې پورې دوام مومي .
کاظمي وويل: دافغانستان  دفوټبال ملي ټيم په دغو سياليو کې په بې ګروپ کې دبنګله ديش ، مالديف  او دبوتان له ټيمونوسره سيالي کوي  .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دفوټبال ملي ټيم په ٢٠١٣ کال کې داسيا دجنوب داتلوالى جام ګټلى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته