امنیت

په دايکنډي کې داور لګيدنې له امله مالي تاوان واوښت .

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
په دايکنډي ولايت کې دلرګيو  دپلورنې  په دوکانونوکې داور لګيدنې له امله زيات  مالي تاوان واوښت .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال  دخبرله مخې،  دغه پيښه تيره شپه ددايکنډي ولايت په شترلي ولسوالۍ کې دلرګيو دپلورنې په يوه ساحه کې رامنځته شوه چې په پايله کې يې دوکانونه او دترکانى  ماشينونه  وسوځيدل او خاوندانو ته يې دڅه دپاسه دوومليونو افغانيو تاوان واوښت .
ددايکنډي دوالي وياند علي اکبر  ناطقي وايي چې ددغې اور لګيدنې علت  تراوسه پورې  نه دى روښانه شوى او په دې اړوند تحقيقات پيل شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته