ښوونه او روزنه

په بدخشان کې څه دپاسه ۳۰۰ ښوونځي ودانۍ نلري

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
په بدخشان کې څه دپاسه ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي په پرانستې فضا  تر لمر لاندې په زده کړې بوخت دي.
د بدخشان د پوهنې رييس باختر آژانس ته وويل چې په بدخشان کې زياتره تعليمي بنسټونه ودانۍ نلري او زده کوونکي په پرانستې فضا، تر ونو او يا خيمو لاندې په  زده کړي بوخت دي.
هغه وويل: په بدخشان کې څه د پاسه ٧٠٠ ښوونځي شته چې له دې جملې څخه ٤٠٦ ښوونځي نيمه کاره ودانۍ لري او ٣٠٠ ښوونځي هېڅ ودانۍ نلري.
خبرځاى زياته کړه: په بدخشان کې د نجونو او هلکانو په ګډون څه د پاسه ۳۵۰ زره زده کوونکي شته چې د لوست چارې یې څه د پاسه ٢٧٠٠ ښوونکي پرمخ بیايي.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته