کابل / دوږي لومړي / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو امنیتي مقاماتو په اوونیزه ناسته کې نن په کابل اوولایتونو کې دعاشورا مراسمو د امنیت پرتامین خبرې وشوې.
غونډې ته په راپورکې مسؤلینو وویل، چې د امنیتي او دفاعي نهادونو او دمراسمو د ځانګړې کمېسیون ترمنځ په لازمې همږغۍ سره هراړخیزه آمادګي نیول شوې ده.
دوی وویل، چې په مرکز او ولایتونوکې دښه امنیت د تامین په موخه تازه اقدامات شوي او هیله یې څرګنده کړه، چې هیوادوال مو به په پوره امنیتي فضا کې دمحرم دمیاشتې مذهبي مراسم ترسره کړي.
په نننۍ جلسه کې د قضایاوو د مدیریتي سیسټم پر فعالیت او د ښه موثریت لپاره یې د اړوندو نهادونو ترمنځ د همږغۍ پرزیاتوالې اوپه دې برخه کې د پرتو ستونزو پر حل هم خبرې وشوې.