ټولنه

په سمنګانوکې د اوبو د ٩٥ زيرمو په جوړيدو سره دکروندګرو ستونزې لرې شوې

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د سمنګانو ولايت په مربوطاتوکې د يو اعشاريه دريو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو ٩٥ زيرمې جوړې شوې او له دې لارې د څه ناڅه ١٩٠٠ جريبه کرنيزې ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو د کمښت ستونزه لرې شوې ده .
د سمنګانو ولايتي مسوولين وايي چې د دغو زيرمو د جوړولو کار د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې کابو شپږ مياشتې مخکې پيل شوى و او په وروستيو ورځوکې پاى ته رسيدلى دى .
په سمنګانو ولايت کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د پروګرام مسوول انجنير عبدالمجيد خيرخواه د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو زيرمو د يو مليونو ٣٦٠ زرو امريکايي ډالرو له جملې څخه څه ناڅه ٩٦٠ زره ډالره يې نړيوال بانک او نوريې بزګرانو ورکړي دي .
د ده د معلوماتو له مخې: هره زيرمه ١١ متره اوږدالى، لس متره سور او څلور نيم متره لوړوالى لري او هر يويې د ٥٠٠ متره مکعب اوبو ظرفيت لري.
خبرځاى وويل: دغه زيرمې د سمنګانو لايت د مرکز او د دغه ولايت د خرم سارباغ،روى دوآب ، کوز او بر دره صوف او د حضرت سلطان د ولسواليو په مربوطاتوکې جوړې شوې چې د اوبو د کمښت ستونزه يې تر يوې اندازې پورې لرې کړې ده .
بزګران هم د دغو زيرمو د جوړيدو له امله خوښي څرګندوي.
د ايبکو د قوچ نهال د کلي اوسيدونکي قيام الدين چې د دغه پروګرام له لارې د ده په بڼ کې د اوبو زيرمه جوړه شوې ده؛ وايي چې د اوبو کمښت ستره ستونزه ده ځکه د اوبو د کمښت په نسبت يې په دوبي کې خپل نيالګي نشواى خړوبوالى او يو شميريې وچيدل.
د سمنګانو ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو آمر نور محمد وايي چې په تيرو دوو کلونوکې د کرنې او اوبو لګولو وزارت او د نړيوال بانک په مرسته د دغه پروګرام له لارې د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې هم ١٦٦ نورې زيرمې جوړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته