امنیت

په لوګرکې د ماين د چاودنې له امله د وسله والو طالبانو د ډلې شپږ تنه قوماندانان ووژل شول

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
د وسله والوطالبانو د ډلې شپږ تنه قوماندانان په لوګر ولايت کې د يوځانمرګى واسکټ د چاودنې له امله ووژل شول.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره له ليکلي دي:
د وسله والوطالبانو د ډلې شپږتنه قوماندانان نن غرمه کله يې چې غوښتل يوځانمرګى يرغلګر د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې په چاوديدونکو توکوککړ واسکټ سمبال او ځانمرګى بريد ته يې چمتو کړي؛ ځانمرګي واسکټ وچاويد شپږ واړه قوماندانان او ځانمرګى يرغلګر ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې نن يو شمېر تروريستانو چې غوښتل يې چاوديدونکي توکي په يوسراچه موټرکې ځاى پرځاى کړي؛ د موټر چاودنه د دوى د وژل کيدو سبب شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته