ټولنه

په لغمان کې لسګونوجګړه ځپلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
په لغمان کې په لسګونوجګړه ځپلو کورنيو د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شوې.
دغه کورنى زياتره د دولت شاه ، اليشنګ او د الينګار د ولسواليو اوسيدونکي دي چې د جګړو د زياتوالي له امله بېځايه او په ښار کې ځاى پرځاى شوي دي.
کور،خوړو، درملواو اوبو ته اړتيا لري.
د لغمان له پېښو سره د مبارزې د تيارى رييس محمد جاويد نيازي باختر اژانس ته وويل چې په دې دوره کې له ١١٦ کورنيو سره د وريجو، غوړيو، لوبيا، بورې ،چاى او د فرشونو مرسته وشوه.
د لغمان د والي مرستياله بريښنا صافۍ وايي هلې ځلې کوي چې د کورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو د مرستو په جلبولو سره په دغه ولايت کې لسګونه زره اړې کورنۍ دبشر دوستانه مرستو ترپوښښ لاندې ونيسي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته