امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغي اتمه
په هلمند ولايت کې دملي اردو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ د٢١٥ميوند قول اردو منسوبينو دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه  تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دوه تنه نور وسله وال مخالفين له يوې اندازي  وسلې سره ونيول شول .
  ديوبل خبر له مخې دملي اردو ځواکونو دوسله والوطالبانو يو قوماندان په بادغيس کې ونيوه .و
  نيول شوي قوماندان  چې په څو تروريستي فعاليتونو ، په واټونو کې دماينونو په ښخولو ، مخالفينو ته دوسلواو مهماتو په ليږدولو کې فعاله ونډه لرله او څه موده مخکې دملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوي و .
دبادغيس  ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته