امنیت

د هېواد په ختيځ کې د داعش له نوم څخه ګټه اخېستونکي دوه تنه ونيول شول

جلال اباد باختر د وري د مياشتې ٢٢ مه
په ننګرهار ولايت کې هغه دوه تنه ونيول شول چې د داعش له نوم څخه په ګټې اخيستنې سره به يې له خلکو پیسې او وسلې غوښتلې.
ځايي چارواکي وايي چې د ملي امنيت مسوولينو د ساجد نور او ريحان په نومونو هغه دوه کسان نيولي دي چې د داعش وسله والې ډلې په نومونو به يې خلک ګواښول.
د ننګرهار ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې نيول شويو کسانو هم اعتراف کړی، چې د داعش وسله وال ډلې له نوم څخه په ګټې اخيستنې يې خلک ګواښول.
نيول شويو کسانو په لومړنيو څرګندونو کې ويلي چې ((موږ به خلکو سره د ټليفون له لارې اړيکې نيولې او ورڅخه به مو د پیسو او وسلو غوښتنه کوله، که به چا راسره نه منله ورته به مو ګواښونه کول.))
سرچينه زياتوي چې نيول شوي کسان په نورو جرمونو هم تورن دي او دا مهال  تر پوښتنو لاندې دي.پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته