امنیت

دخيبر پښتونخوا په ايالت کې يوولس تنه ووژل شول .

پيښور باختر د ثور اوه ويشتمه :
دآدم خيلو ددرې په قبايلي  سيمه کې دپاکستاني پوځيانو په کاروان دمليشه طالبانو دبريد له امله څه ناڅه پنځه تنه عسکر ووژل شول او شپږ تنه  نور ټپيان شول .
دپاکستان  د دي ډان ورځپاڼې دخبر له مخې، دغه بريد نن سهار هغه وخت وشو چې دپوځي ځواکونو کاروان له دغې سيمې څخه دتيريدو په حال کې و .
درسمي خبرځايونو دڅرګندونوله مخې، يرغلګرو لومړي په دغه کاروان راکټي بريدونه وکړل او ورسوته يې په ډزو لاس پورې کړ چې له امله يې يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
  دغه راز په همدې سيمه کې دپوليسو په ځواکونو دمليشه طالبانو په يوبل بريد کې دپوليسو څه ناڅه څلور تنه افسران ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته