امنیت

د شيزادو او خوږياڼيو په لسګونوکلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١٨
په داسې حال کې چې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د طالبانو په ډلې پورې د اړوندوکسانو پرخلاف د افغان ځواکونوعمليات دوام لري؛ پوځي قوماندانانو په دغو عملياتوکې وسله والو طالبانو ته د سر د زيات زيان د اوښتو خبرې کوي.
په نويو مواردوکې د ٦ تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٧ تنه وسله وال طالبان تيره شپه او نن سهار د اردو د پوليسو او د هوايي ځواکونو له خوا د بريد په بهيرکې ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه طالبانو د هاشم خيلو او د ګندمګ په کليوکې چې ديو لړ تروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وو؛ بريد وشو او ووژل شول.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې١٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه راز د پوځي عملياتو له پيل څخه په څلور ورځوکې د وژل شويو افغاني او پاکستاني طالبانو د ټپيانو شمېر ٢٠٠ تنو ته ورسيد.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ويندوى وايي چې دغه عمليات به د طالبانو د شتون ترپاى ته رسولو او د سيمو خلکو ته د امنيت تر تامينولو پورې په شيرزادو او خوږياڼيو ولسواليوکې دوام وکړي.
دغه سترپوځي عمليات په ښکاره د خوږياڼيو او د شيرزادو ولسواليو په ځينو سيموکې د افغاني او پاکستاني طالبانو د شتون له زياتوالي وروسته د پوليسو او اردو د سلګونو تنو ځواکونو په ګډون د افغانستان د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي دي.
دغه ځواکونه د عملياتو په بهيرکې په دې بريالي شوي چې په لسګونوکلي د طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو له شتون څخه پاک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته