نړۍ

دشهباز تاثير تښتوونکى له پنځو تنو نورو ملګرو سره يې ووژل شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دشهباز تاثير تښتوونکى له پنځو تنو نورو شکمنو سره د جرمونو پرخلاف دمبارزې د ادارې له منسوبينو سره په جګړه کې ووژل شو.
باختر آژانس دپاکستاني رسنيو د رپوټ له مخې خبر ورکړ : داسې اطلاعات ترلاسه شوي و چې دپاکستاني طالبانو دتحريک له لسو تنو غړو څخه نهه تنه يې دشيخ پورې په سيمه کې شتون لري او دقانون د جاري کولو پر دفترونو او ادارو دبريد پلان لري.
له جرمونو سره دمبارزې ټيم نيمه شپه په دغې سيمه کې پردغه کور بريد وکړ او تروريستانو هڅه يې وکړه چې وتښتي له پوليسو سره په متقابلو ډزو کې شپږ تروريستان ووژل شول او نور وتښتيدل.
شهباز تاثير دخپلې کمپنۍ مرکزي دفترته څيرمه د ٢٠١١ کال د اګست دمياشتې په ٢٦ نيټه وتښتول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته