امنیت

دبلخ پوليسو داياک پروګرام ته وسله وسپارله .

کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه
دبلخ ولايت  امنيه قوماندان شپږ ويشت جنګي وسايل  پرون په دغه ولايت کې   دداياک پروګرام ته وسپارل .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد اکرام سامع دداياک  مسوولينو ته دجنګي وسايلو  دسپارلو په وخت کې وويل چې دغه جنګي  وسايل په بېلابېلو عملياتو کې په بلخ ولايت کې  له تورنو کسانوڅخه دپوليسو لاس ته راغلي وو .
دبلخ ولايت  امنيه قوماندان دغه راز په بلخ ولايت کې دجنايي جرمونو له کموالى  څخه خبرورکړ او ويې ويل دبلخ ولايت دپوليسو دمنسوبانو دهلې ځلې له امله دجنايي جرمونوشمير  دمزارشريف  ښار او دبلخ په ولسواليو کې  کم شوي دي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته