کابل / د لیندۍ ۷مه / باختر
د عربي متحده اماراتو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د قندهار نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عربي متحده اماراتو په دې مرسته کې ۲۲۸ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل شامل دي چې پرون د قندهار نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.
د قندهار والي حاجي محمد یوسف وفا، عربي متحده امارت د افغانستان یو دوست هېواد وباله او مننه يې ترې وکړه چې په دغو حساسو شرایطو کې یې د قندهار له خلکو سره د ۲۲۸ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو او درملو مرسته وکړه.
هغه دغه راز پر نورو هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او له دوی سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سردارولي باراني وویل چې د عربي متحده اماراتو په دې مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، درمل او کمپلې شاملې دي او ټاکل شوې ده پر اړو کورنیو او دولتي مامورینو ووېشل شي.
وهاج