کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دغزني ولايت په رشيدانو ولسوالۍکې د ماين جوړولو په بهيرکې ووژل شول .
د کورنيو چارو وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دغزني ولايت د رشيدانو ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ماين جوړولو بوخت وو چې ماين د جوړيدو په وخت وچاوديد او له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ