کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۴ مه
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د تور تنګي او د غزني ولایت د لاریانو په سیمه کې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه له افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ