نړۍ

د فليپين جمهور رئيس: د ابوسياف تروريستان ژوندي خورم

نړيوالي خبري منابع  باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٥ :
د فليپين جمهور رئيس رودريګو دوترته له هغه وروسته چې د ويتنامي دوملوان  سر د ابوسياف د تروريستانو له خوا غوڅ  کړاى  شو، په  غوسه شو او خبردارى  يې ورکړ چې تروريستان به ژوندي وخوري .
د فليپين  جمهور رئيس د تروريستانو دخوړولو په  باب خپل خبردارى يوځل بيا تکرار کړ او تروريستانو ته يې په خطاب کې وويل: (که تاسو غواړئ، زه ستاسو ځيګر خورم او زه يوازې مالګه او سرګه پرې زياتوم او زه ستاسو په وړاندې هغوى خورم .)
د تارنماى رايتلر په ليکنه: دوترته د جنوبي د اوائو په ولايت کې په خپلو خبروکې تروريستانو ته وويل: (زه هرڅه خورم ، ماته زيان نه رسيږي.)
د فليپين اردو د چهارشنبې په ورځ د ويتنامي بيړۍ له څلورو تنو تښتول شويو کارکوونکوڅخه د دوو تنو کارکوونکو مړي چې سرونه يې د تروريستانو له خوا غوڅ کړاى شوي وو، پيدا کړل چې دوى تېرکال د نوامبر په مياشت کې د تروريستانو له خوا تښتول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته