سیاست

د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا)يو شمېر کارکوونکو پرون د دغې ادارې څخه د خپل انفکاک په اړه شکايتونه د مشرانو جرګې له رئيس فضل هادي مسلم يار سره شريک کړل.

٢١-کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه

د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا)يو شمېر کارکوونکو پرون د دغې ادارې څخه د خپل انفکاک په اړه شکايتونه د مشرانو جرګې له رئيس فضل هادي مسلم يار سره شريک کړل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دي کتنه کې څو تنو د نورو په استازيتوب خبري وکړي، ويې ويل چې د دغې ادارې رئيس قربان حقجو،د دي په ځاي چې د پانګونې د جذب او پراخوالي له پاره جدي هڅې وکړي، خپل ټول پام يې سلیقوی او سیاسی ټاکنوته واړاوه،چی په پایله کی یی ١٣٣ تنه هغه کارکوونکي چې دمسلکی لوړوزده کړو ترڅنګ يې په بېلا بېلو دولتي ادارو کاري تجربې تر لاسه کړی وی؛په غير قانوني ډول له دندو څخه يې ګوښه کړل.
دوي دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې د آيسا رئيس ادعا کړي چې اداره يې د بودجې له کسر سره مخ ده،په داسي حال کې چې بودجه د کال په سر کې د ادارو د تشکيل مطابق په پام کې نيول کيږي او د نافذو قوانینو اولایحو له مخې څوک نه شي کولاي چی د کال په نيمايي کې تشکيل تنقيص کړي.
دوي دخپلو شکایتونو د بیانولو په ترځ کی وويل چې قربان حقجو د هرات ولايت د پانګونې د ملاتړ آمريت بست تنقيص اودوه نوي مديريتونه يې تشکیل کړي دي او د دغه آمريت آمر چې د لیسانس په سويه زده کړی لری، منفک او په ځاي يې يو اجير چې د دولسم ټولګې فارغ دي،ګومارلي دی.په پای کی دوی د بي پری کمېټې د جوړېدو غوښتونکې شول تر څو ستونزې یی دقانون له حکمونوسره سم وڅیړل شی.
ورپسې دمشرانوجرګی رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ددغی اداری څخه د باتجربه او مسلکي کادرونو له دندو څخه ګوښه کول یو ځوروونکی خبر دی؛ټینګار یی وکړ چی حکومت بايد د ځوانانو له پاره کاري زمينې برابري کړي نه دا چې په بېلا بېلو پلمو یی له دندو او نورو قانونی حقونه څخه بی برخی کړی اوژمنه یی وکړه چې د دوي ستونزې به د قربان حقجو په ګډون د حکومت له نورو اړونده چارواکو سره مطرحه کړي.
همدا راز د مشرانو جرګې رئيس نن د افغانستان د کرکټ بورد د مشرتابه پلاوي د لاسته راوړنو رپوټ واوريد.
دغو مسئولينو په داسي حال کې چې د راتلوونکو سياليو، د تيرو نهو مياشتو د لاسته راوړنو او د نولس کلنو د ملي ټيم د برياليتوبونو په اړه یی معلومات وړاندي کول،څرګنده یی کړه چی دم ګړۍ د کرکټ په ټيمونو کې شاوخوا نوي تنه داسی فعال کرکتران لری،چی هریو یی دهیواد په ملی ټیم کی دلوبیدلو وړتیا لری.
دکرکټ بورد رئیس په لوبو کی دلوبغاړو دغوراوی په هکله دمعلوماتو د وړاندی کولو په ترځ کی وویل چی د نافذو لایحو او مقررو له مخی مستعد لوبغاړی په ملي او نړيوالو سياليو کې غوره کیږی او زياته يې کړه ټاکل شوې ده چی په نږدی را تلوونکی کی به د قندهار، خوست، لغمان، کندز او کونړ ولايتونود کرکټ دلوبو ډګرونه ګټې اخيستنې ته چمتو شي.
مسلم یار د کرکټ بورد د اوسنيو او پخوانيو مسئولانو د کړنو دستاينې په ترځ کی وويل سره له دي چې دغه لوبه زموږ په هېواد کې نوي ده، بيا هم زموږ ځوانان په ښه توګه ځليدلي او د پام وړ وياړنې او برياليتوبونه یی تر لاسه کړی دی او زياته يې کړه چې مشرانو جرګه به تل د بېلا بېلو سپورتی اتلانو او په ځانګړي توګه د کرکټ بورد له ویاړنو څه چې د افغانستان بیرغ يې په بهر کې رپولي ساتلی دي، تقدير کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته