سیاست

حامدکرزي دکندز له والي سره تيلفوني خبرې وکړې او دوروستي پيښې په باب يې دده داجرااتو غوښتنه وکړه

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي تيرماښام دکندز له والي محمدانور جګدلک سره په تيلفوني خبرو کې په دغه ولايت کې دوروستي پيښې په اړوند دده داجرااتو په باب دمعلوماتو غوښتنه وکړه.
دباختراژانس دخبرله مخې،  په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې خپره شوې ده ويل شوي دي دکندز والي په دې تيلفوني اړيکه کې وويل  چې دکندز ولايت دمسوولينو او دزيانمنو شويو کورنيو په ګډون ګډ کميسيون جوړشوى دى چې دهغو په همکارۍ دکندز ښار په دويمه ناحيه کې دکنم په کلي کې دملکي وګړو دمرګ ژوبلى عاملين ډير ژر دقانون منګولو ته وسپارل شي .
دغه راز دجمهور ريييس دحکم له مخې ، دلوى څارنوالي  دواکمن استازي تورنجنرال محمديوسف په مشري چې په ترکيب کې يې دملي دفاع  اودکورنيو چارو دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې اوپه ملي شورا کې دکندز ولايت دوه تنه استازي شامل دي.  ددغې پيښې دڅيړنې په مقصد يو هيئت  ګومارلى دى، هيئت دنده لري چې دجمهوررييس دخواخوږي اوډاډګيرنې دمراتبو دڅرگندولو اودشهيدانو دکورنيو  دپوښتنې په ترڅ کې دکندز دوالي دولايتي شورا ،دديني عالمانو او دسيمې اودمشرانو اومخورو په همکارۍ ددغې پيښې څرنګوالي وڅيړي اودخپلو څيړنې نتيجې دى ډيرژر دجمهوري رياست ته وړاندي  کړي.
دکندز والي  ددغې پيښې درامنځته کيدو دڅرنګوالي  په باب وويل دوږي دمياشتې په يوولسمه نيټه  ددولت وسله والو مخالفينو دقديرپه نامه يو شخص  چې  دغيرمسوولو وسله والو افرادو له جملې څخه و وواژه اومړي يې دکندز ښار ددويمې ناحيې  دکنم په کلي کې پريښود.
قدير اودهغه غيرمسوولو وسله والو کسانو ددغه سړي له وژل کيدو وروسته پوليسو اود کندز ولايت مسوولينو ته له خبرورکولو پرته دکنم په کلي بريدوکړ ديارلس تنه  ملکي وګړي يې ووژل اوپنځه تنه نوريې ټپيان  کړل.
ده زياته کړه: له پيښې وروسته دکندز ولايت  له خوا امنيتي ځواکونه سيمې ته واستول شول اودقدير اود هغه دوسله والو کسانو دنيولو په خاطر عمليات پيل شول چې په بهيرکې پنځه تنه يې ونيول  شول او دقدير دنيولو لپاره عمليات دوام لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته