کابلباختر دچنګاښ ٢٥ مــــه
دامنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، اووه تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغه کسان دپوليسو دځواکونو په جلا جلا عملياتو کې چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې دننګر هار، لغمان ، کندز ، ارزګان ، ميدان وردګو ، غزني ، هرات او دهلمند په ولايتو نو کې ترسره شول ، ووژل شول ،دغه راز اووه تنه ټپيان اوشپږ تنه نور يې ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتو کې ددښمن اتلس ميله ډول ډول وسلې ، درې توغندي ويشتونکي ، يوه ايکم مخابره ، ددرندو وسلو درې سوه شل ګولۍ ، شپږ ماينونه ، ديارلس لاسي بمو نه ،يو زرو پنځه سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت چې دبمونو په جوړولو کې کارول کيږي اود نورو پوځي تجهيزاتو او وسايل او دوه موټرسايکلو نه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .