کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دملي امنيت لوى رياست په لغمان کې دډار اچوونکو د څلور کسيزې شبکې دنيولو خبرورکړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي امنيت لوى رياست په دې اړوند ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کسان دطالبانو په ډلې پورې اړوند دي او دتورغر اودکابل _ جلال اباد داووم لمبر لوى لارې په سيمو کې په ډار اچونکو فعاليتونو بوخت وو چې دملي امنيت دلوى رياست دخاصو قطعاتو د ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم