کابل- باختر د لړم څليرويشتمه:
هغه درې تنه چې ويل کيږي جګړه مارو طالبانو او دحقاني شبکې ته يې دجنګي وسايلو او د مالي امکاناتو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود؛ په پوځي عملياتوکې ونيول شول .
دغه کسان چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى؛ نن سهار دهلمند ، لوګر او دپکتيا د ولايتونو په مربوطاتو کې د افغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په عملياتو کې ونيول شول .
باختر اژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغو عملياتوکې د طالبانو په ډلې او په حقاني شبکې پورې اړوند لس تنه جګړه ماران له سلګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو سره ونيول شول .
له بلې خوا ناټو په هلمند ولايت کې دڅلوروتنو يرغلګروطالبانو دنيولوخبر ورکړ .
دغه يرغلګرکله چې پر يوې امنيتي پوستې د بريد نيت درلود؛ د افغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په پوځي عملياتو کې نيول شوى دى .
دناټو په يوه بله خبرپاڼه کې په غزني ولايت کې په پوځي عملياتوکې دڅو تنو وسله والو طالبانو دنيولو خبر ورکړې دي .
ويل کيږي چې دغه جګړه ماران په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې نن سهار د افغان پوځيانواو د ناټو د ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شو.
په دغو عملياتوکې څو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل