امنیت

په ځينو ولايتونو کې درې اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٠
دملي دفاع وزارت خبرځايونو د درې اويا تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ.
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر په هغې خبرپاڼه کې چې نن باختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي چې دملي اردو ځواکونو دهيواد په ځينو سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل.
دپکتيا ولايت د زرملې دپکتيکا ولايت د ارګون ، د غزني ولايت د اندړو،دميدان وردګو ولايت دجغتو ،د روزګان ولايت د دهراوود او چارچينو،د دايکندي ولايت دګجران او ګيزاب دقندهار ولايت دنيش او ميوند، د زابل ولايت دشاجوى ،دهلمند ولايت دکجکى دفراه ولايت دبالابلوک ،دبدخشان ولايت دجرم او يمګان،دکندز ولايت دچار درې او دشت ارچي،دفارياب ولايت دشيرين تګاب او دخواجه سبز پوش او د تخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ او دهرات او لوګر دولايتونو ځينې سيمې دپاملرنې په مرکز کې دي چې له امله يې ديو ماين ښخوونکي طالب په ګډون درې اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول. نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ټپيان او يو تن بل يې ونيول شو.
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې يو پرادو موټر چې نږدې دوه زره کيلوګرامه چاويدونکي توکي پکې ځاى پرځاى شوي وو ،څو موټر سايکلونه او پوځي يونيفورم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې ددغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې دملي اردو اووه تنه سرتيري شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته