امنیت

په غزني کې ۲۶ تنه ترهګر ووژل شول

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې ٧
د افغانستان د ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په ګډو تعرضي او یر غلیزو عملیاتو کی چې د هوایی او توپچی قواوو په ملاتړ پرون تر سره شول ۲۶ تنه تروریستان وژل  شوي او ۱۷ تنه نور یی ټپیان شوي دي.
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ تر سره شول؛ د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې۱۸ تنه ترهګر او جګړه ماران له یوې نقلیه واسطې سره چی د چاودیدونکو توکو څخه ډکه وه؛ له منځه وړل شوې ده او د ده یک په ولسوالۍ کې د هوایی  بریدونو  په پایله کی ۸ تنه جګړه ماران وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي او یو ډاتسن موټر چې یو میل زیګو یک ماشینګړه پرې تړلې وه؛ له منځه وړل شوى دى .
دغه راز په اجر ستان ولسوالۍ کې دوه هوایی بریدونه ترسره او دښمن ته د درنو تلفاتو د اړولو  ترڅنګ  دسپېني غونډۍ سېمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې دي  .
په همدی ډول پرون د ارزګان ولایت د چورې او د جوزجان ولایت د درزآب او قوش تپی ولسوالیو امنیتی پوستو ته د هوا او ځمکي د لارې اکملات ترسره شول.#
پاى_سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته