امنیت

د فراه پولیسو یو سړی د غلا په تور ونیوه

فراه / د مرغومي / /باختر/۲۴
د فراه د امنیې قوماندانۍ پولیسو نن په دغه ولایت کې یو سړی د غلا په تور ونیوه.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر اژانس خبریال ته وویل چې له جنایی جرمونو سره د مبارزې پولیسو په عملیاتو کې یو سړی د یو موټر او دوو موټر سایکلونو په تور ونیوه.
نیول شوی سړی له یوې مودې څخه د پولیسو تر څارنې لاندې و.
د محب د څرګندونو له مخې، نیول شوى سړی په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی چې موټر او موټر سایکلونه یی د فراه ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې غلا کړي وو او په فراه ښار کې په څو نورو غلاو کې لاس درلود.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته