کابل باختردمرغومي دمياشتې١٨نيټه :
په سمنګانو ولايت کې څه دپاسه دوه زره تنو ځوانانو د ليک او لوست په ښوونيزو پروګرامونو کې زده کړې وکړې .
په دوى کې يو شمېرهغه نارينه، ښځې او ځوانې نجونې شاملې دي چې د بېلابېلو لاملونو له امله دليک او لوست له نعمت څخه بې برخې پاتې وې.
دوى له تېرو نهو مياشتو راهيسې د سمنګانو ولايت دليک اولوست په ښوونيزو پروګرامونو کې په زده کړو بوختې وې.
د سمنګانو د پوهنې رياست د ليک اولوست د زده کړې د څانګې آمر باختر آژانس ته وويل چې، د دغو کسانو عمر له پنځلسو څخه تر پنځه څلويښتو کلونو پورې دى چې، د مرکز او ولسواليو په کچه د ليک اولوست له کورسونو څخه فارغ شوي دي.
د ده دڅرګندونوله مخې ؛ په تېرکال کې هم د دغه ولايت يوشمېر اوسيدونکو د ليک اولوست د زده کړې د کورسونو له لارې زده کړې وکړې.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل