امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردسلواغي دولسمه :
په هلمند ولايت کې دپوليسو دځواکونو اوطالبانو ترمنځ د نښتې له امله اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفترمسوول سمونوال عبدالاحد چوپان باخترآژانس ته وويل: دپوليسو دځواکونو او وسله والوطالبانوترمنځ جګړه پرون سهار دمارجې وسوالۍ په سيستاني ساحه کې ونښته چې له امله يې وسله وال طالبان د پوليسو د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شول او اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې مړي يې هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
د چوپان د څرګندونو له مخې: په دې نښته کې د سيمه ئيزو پوليسو د ځواکونو يو سرتيرى شهيد او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې اته موټرسايکلونه، درې کلاشينکوفونه او درې ميله پيکا هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته