ټولنه

دمحرم دمياشتې درارسيدو په درشل کې دجوماتونو له امامانو او عالمانوسره مشورتي او توجيهي غوڼډه وشوه .

کابل باختر د  تلې لومړي :
د جوماتونو له ګڼ شمير  عالمانو ، خطيبانو او امامانواو له يوزيات شمير  عالمانو سره  نن  ستره مشورتي او توجيهي  غونډه جوړه شوه .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر   باختراژانس ته خبرورکړ .  په دې غونډه کې چې  داجراييه رياست مرستيال  حاجي محمد محقق  په کوربه توب  جوړه شوې وه .  داسلام دپراختيا او دتبليغ په څرنګوالي  او دمبلغانو  په شرايطو کې  دحکمت او علم  له مخې  دصحيح  تبليغ او بلنې  درول په باب  په هراړخيزه توګه  خبرې وشوې .
  په دې غونډه کې دجوماتونو دامنيت په تامينولو کې  دخلکو او دولت دهمکارى او په لا ښه توګه  دحسيني  عاشورا  دمراسمو دپرځاى کولو او هم دافغانستان  دورونو خلکو ترمنځ  دوحدت درامنځته کولو په مقصد  د سيد الشهدا ( ع ) دماتم دورځو دتطبيق  دلوري ورکولو لپاره په هلوځلو باندې ټينګار وشو .
  په دې غونډه کې حجت الاسلام  ناهوري  دديني مرکزونو او دوګړنيو غونډو پرخلاف  داسلام او دافغانستان دخلکو ددښمنانو له خوا  دامنيتي ګواښونو درامنځته کيدو په يادونې سره  څرګنده کړه  چې هيڅ ګواښ نه شي کولى دخلکو دديني مراسمو  دپرځاى کولو  خنډ شي . خو موږ له دولت څخه غواړو  چې دخلکو ملاتړ وکړي . 
ښاغلي ناهوري  دديني اماکنو دساتنې دطرحې  په عملي کيدوسربيره له حکومت او درنو عالمانو څخه ددغو دوو مهمو ټکو غوښتنه وکړه .
لومړى داچې اوس  دهغو جوماتونو شمير  چې ددغې طرحې له مخې تر امنيتي پوښښ لاندې  نيول شوي دي  کفايت نه کوي ، 
ښاغلي ناهوري زياته کړه چې موږ  يو زيات شمير جوماتونو ته  دامکاناتو دبرابرولو غوښتنه کوو . زموږ ځوانان دديني مرکزونو ددفاع او دخلکو دسر دامنيت دتامينولو په لاره کې  له دولت سره  نږدې همکارى ته  چمتو دي او بايدددولت له خوا امکانات برابر شي .
  دويم داچې  عالمان بايد دمحرم په مراسمو او د حسينيه عاشورا په ورځو کې  له رامنځته شوي  فرصت څخه  په استفادې سره  په خپلو څرګندونو تبليغاتو سره  دافغانستان دخلکو دوحدت  او انسجام لپاره  هڅه او هاند وکړي .
ددغې غوڼدې په دوام  د اجراييه رياست مرستيال  او دافغانستان دخلکو داسلامي وحدت ګوند مشر  حاجي محمد محقق  دمحرم الحرام دمياشتې درارسيدو ،  د حسين ابن علي  ( ع )  دشهيدانو دسالار  او دلوى خداى ( ج ) درسول حضرت محمد ابن عبدالله ( ص )  دزړه دټوټې  دماتم دورځو  له امله  دنړۍ مسلمانانو او دافغانستان خلکوته د ډاډګيرنې دمراتبو په څرګندولو سره  دهېواد او دنړۍ دروانو حالاتو په باب خبرې وکړې او دافغانستان دخلکو په يو والي او وحدت باندې يې  ټينګاروکړ .
  استادمحقق لومړى  دسم او داسلام دمبين دين له غوښتنو سره سم  دتبليغ په اهميت باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  داسلام  دتبليغ بنسټ  په دريو اصولو حکمت  ، نيکې موعظې او په ډيره ښه توګه  په خبرو تکيه لري .
  محقق  دداعش د تکفيري ډلې  پيدايښت ته  په اشارې سره څرګنده کړه چې نن افغانستان اوسيمه  د سترو قدرتونو له تيروتنو سره  جنګيږي .
داستاد محقق  دڅرګندونوله مخې ،  دامنيت شورا له خوا  له تصويب شوې  پاليسي سره سم  همدا اوس  ټاکل شوې ده  کابوشپږ سوه  جوماتونه  تر امنيتي پوښښ لاندې ونيول شي .
داجراييه رياست مرستيال  دهېواد له ملت څخه وغوښتل چې  په يو والي او پيوستون سره  ددغې طرحې  ملاتړوکړي  او له دولت سره  ګډې هلې ځلې وکړي .
ددغې غونډې په دوام حجت الاسلام  الحاج مظفر  دکربلا دشهيدانو په درناوى يو مرثيه ولوستله او په پاى کې ايت الله  صالحي مدرس له مبلغانو څخه دعاشورا  له مکتب څخه  دسم تبليغ او دافغانستان دخلکو ترمنځ دوحدت  دپيداکولو لپاره  دهلوځلو غوښتنه وکړه .  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته