نړۍ

داسپانيا نوى باچا دخپل دسلطنت دوره پيل کړه

مادريد بي بي سي  باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
داسپانيا نوى  باچا شپږم  فليپه  پرون  ددغه هېواد په پارلمان کې  د لوړې په  ترسره کولو سره  په ر سمې ډول د خپل سلطنت دوره پيل  کړه .
پخوانى باچا خوان کارلوس پرون   مادريد ته څيرمه  د  زار زويلا په ماڼۍ کې په لنډو مراسمو کې سلطنتي حمايل  خپل زوي  ته ورکړى  و .
شپږم فليپه چې ٤٤  کلن دى   دتيرې چهارشنبې په شپه کله چې خوان کارلوس په رسمي ډول دباچاهې له مقام څخه ګوښه شو داسپانيا باچاهي يې په غاړه واخيسته.
په  داسې  حال کې چې اسپانيا  له اقتصادي بحران سره  لاس او ګريوان دى  دسلطنت د ليږدونې مراسم په  ساده تشريفاتو سره  تر سره شول.
دخوان کارلوس  دګوښه کيدو په اعلام سره  په اسپانيا کې   جمهوريت غوښتوونکو ډلو دمظاهرو په کولو سره د سلطنت دپاى ته رسيدو  او په جمهوريت دنظام دبدلون  غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته