امنیت

دوه ډار اچوونکي په پکتيکا کې ووژل شول

ښرنه د کب ٢١ مه باختر
د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ په عمر کلي کې دوه ډار اچوونکي ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ډار اچوونکي له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د پکتيکا له امنيې قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه د جاني خېلو ولسوالۍ په عمر کلي کې د پوليسو او ډار اچوونکو ترمنځ نښته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په نښته کې دوه ډار اچوونکي وژل شوي او پوليسو ته پکې زيان نه دى اوښتى.
پاىوصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته