سیاست

فضل هادي مسلمياردماليې دوزيرکړنې وستايلې

کابل باختر د ليندي لومړى
د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلم يار نن د خپل کار په دفتر کې د ماليې دوزير کړنې وستايلې.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په کتنه کې د مشرانو جرګې ریيس د خبرو په ترڅ کې د ماليې وزارت پروګرامونه اومالي سياستونه ګټور وبلل، زياته يې کړه چې د اقتصادي پراختيا، د لګښتونو او دولتي تادياتو قانوني کنټرول، د دولتي عوايدو د راټولولو، د ګمرکي چارو د تنظيم او د مالي پاليسو د طرح او پلي کیدو په لاره کې د اکليل حکيمي او دهغه دهمکارانو هڅې او کړنې د ستايلو وړ دي او دا جرګه ورڅخه ملاتړ کوي.
په کتنه کې فضل هادي مسلميار څرګنده کړه چې مشرانو جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې د تنباکو محصولاتو پر وارداتو د سل سلنه مالياتو د وضع په برخه کې د ولسي جرګې مصوبه د هېواد د ګټو خلاف وبلله او د رايو په اتفاق يې رد کړه او ويې ويل چې د کورنيو عوايدو زياتوالې د حکومت له ژمنو څخه دي او بايد په داسې اقداماتو لاس پورې نه کړو چې هم دهیواد عايداتي سرچینې کمې او هم د نړيوالې ټولنې مرستې زيانمنې شي.
ورپسې د ماليې وزير په خپلو خبرو کې د مشرانو جرګې د پراخ او ملي لیدلوري څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ، زياته کړه د حکومت د مشرتابه ټينګار د کورنيو عوايدوپه زیاتوالې او اقتصادي بسياینې په برخو کې به ګټور ګامونه پورته شي.
په پاي کې فضل هادي مسلم يار د مشرانو جرګې ستاين ليک او نښان د ماليې وزير اکليل حکيمي ته ډالۍ او د نوموړي او ملګري ټيم د لا زياتو برياليتوبونو او لاسته راوړنو غوښتونکې شو.
د يو بل خبر له مخې فضل هادي مسلم يار نن د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د مرستيالې مېرمن حميرا حقمل شکایتونه واوريدل.
په دې ناسته کې مېرمن حقمل د ټاکنيزو شکايتونوپه کمېسيون کې د تبعيضي چلندونو،  خپلسريوو، د دندو دواکونو څخه  ناوړه ګټه ، قانون ماتونو، د جمهوري رياست حکمونو ته د نه پاملرنې او د فساد د شتون څخه يادونه وکړه، څرګنده يې کړه چې د کمېسيون د دارالانشا يو شمېر کارکوونکې د قوانينو او مقرراتو خلاف له خپلو دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته پيژندل شوي دي.
مېرمن حقمل زياته کړه، که چېرې دولتي چارواکي دې بې نظميو ته جدي پاملرنه ونه کړي، کمېسيون به له رکود سره مخ او خلک به پر ټاکنيزو بنسټونو لا ډیر بې باوره شي.
فضل هادي مسلم يار د خپلو خبرو پر مهال د ټاکنيزو کمېسيونونو د کميشنرانو تر منځ هر ډول اختلافونه او تشنج په ولسواکۍ ګذار او د ملي ګټو خلاف وباله، څرګنده يې کړه چې په دې برخو کې به د دخيلو لورو څخه هم څرګندونې وغواړي.پاى-ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته