اقتصاد

د لاجوردو لارې او د تورسمندرګي په بندرونو د لاسبري څلور اړخيزه غونډه په عشق آبادکې جوړه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
د افغانستان،ترکمنستان، آذربايجان او د ګرجستان د هيوادونو د بهرنيو چارو ترانسپورت، ترانزيت، د اوسپنې پټلي او د اقتصاد جګپوړو چارواکو او کارپوهانو د ترکمنستان په عشق آباد کې په خپلې لومړنۍ تخنيکي غونډه کې د تور سمندرګي په بندرونو د افغانستان برلاسي وڅيړه.
د بهرنيو چارو وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه او د ترکمنستان د حکومت په کوربه توب جوړه شوې وه؛ د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزير داوود علي نجفي د لاجوردو د لارې او د تورسمندرګي له بندرونو اوله اروپايي هيوادونو او بالکان سره د افغانستان د سرحدي بندرونو پيوستون له لارې دافغانستان،ترکمنستان ،آذربايجان او ګرجستان ترمنځ د ترانسپورتي ، ترانزيتي او تجارتي دهليز د جوړولو لپاره د افغانستان د پيشنهادي طرحې په باب خبرې وکړې.
د هغو پخوانيو موافقو له مخې چې د دغو هيوادونو له مشرانو او جګپوړو مقاماتو سره د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ضرار احمد عثماني د روان کال د وري د مياشتې په کتنه کې شوې وې؛ يوځل بيا ددغو هيوادونو استازو د دغې مهمې طرحې د تطبيق لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ او وړانديز يې وکړ چې د لاجوردو د لارې دلومړنيو مطالعاتو لپاره تخنيکي غونډې جوړې شي او ديو څلور اړخيز موافقه ليک د مسودې د طرحه کولو لپاره دې تيارى ونيول شي، دغه دهليز د افغانستان د تورغندي او آقينه له بندرونو څخه پيل او د ترکمن باشي له بندر سره نښلول کيږي .
د دغې طرحې له مخې: د افغانستان تجارتي مالونه د خذر له سمندرګي څخه د آذربايجان د باکو بندرته له تيريدو او له دغه ځاى څخه د تورسمندرګي په سواحلو کې د ګرجستان پوتي او باتومي بندرونو ته رسيږي او وروسته د بيړيو په واسطه اروپايي بندرونو او بالکان ته باريږي .
د خپلواکو بنسټونو د لومړنيو مطالعاتو له مخې: د لاجوردو لارې ترانسپورتي دهليز چې تاريخچه يې څه د پاسه دوه زره کلونوته رسيږي؛ د وريښمو د لارې يو اصلي تګلورى دى چې په تيرو وختونوکې د لاجوردو په ګډون د افغانستان قيمتي ډبرې د بدخشان له کانونو څخه له همدې لارې اروپا، بالکان او د مديترانې د سواحلو هيوادونو ته صادريدل او د لاجوردو لار له هماغه وخت څخه په دغه تګلوري اطلاق شوې ده.
د لاجوردو نوې لاره هم د جنوبي آسيا او د اروپايې هيوادونو په ګډون د دغه تګلورى د دواړو غاړو د هيوادونو لپاره د مالونو د ليږدونې په لاره کې ډير لنډه تجارتي لاره بلل کيږي چې له دغه تګلورى څخه په استفادې سره تجارتي مالونه له نورو ترانزيتي تګلور څخه له دريو څخه تر څلورو ورځو پورې په لنډ وخت کې ليږدول کيږي او د هرې لارې په تجارتي مالونوکې له زرو څخه تر دوو زرو ډالرو پورې تخفيف رامنځته کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته